Indiana 988

د سرچینو تولګه

د 988 په اړه د پوهاوي په خپرولو سره له هویزرانو سره مرسته وکړئ

زموږ د ټولو لپاره مهمه ده چې د ځان وژنې او بحران د 988 کرښې پیغام د انډیانا په ټولو 92 ناحیو کې خپور کړو. موږ ستاسو لپاره لاندې مواد چمتو کړي دي تر څو له خپلو ملګرو، کورنۍ، له خپلو غړیو او ذینفعانو سره د 988 د پیغام په شریکولو کې ترې ګټه واخلئ. لاندې مطالب او د پیغام مواد ستاسو لپاره چمتو دي تر څو ډونلوډ یې کړئ او دا مهم پیغام خپور کړئ. په اسانه توګه د برېښنالیک ټمپلېټونه، لیکلی پیغام او ګرافیکونه کاپي کړئ تر څو د ایالت په کچه د پوهاوي په لوړولو کې مرسته وکړئ. ځینې وخت یې بیا چېک کړئ ځکه چې نور مواد هم د تولید په حال کې دي. 

د ملي سرچینو لپاره، په مهربانۍ سره SAMHSA ټولګه وګورئ.

د ایمېل کاپي

لاندې کاپي په ایمېل کې د دې لپاره کارول کېدای شي تر څو هوزیرانو ته د 988 د کرښې په اړه معلومات ورکړئ.

موضوع: د ځان وژنې او بحران د 988 کرښې په اړه د پوهاوي په خپرولو کې مرسته وکړئ

ښاغلی/ آغلې [نوم]،

988 مخ پر وړاندې لار ده. دا یو څوک دي چې له تاسو سره اړیکه نیسي او له تاسو سره هغه غیرقضاوتي مرسته کوي چې اړتیا ورته لرئ. دا هر هغه څه دي چې تاسو ورته اړتیا لرئ، کله چې ورته اړتیا لرئ.

988 له زړه سوانده پاملرنې او مرستې سره مستقیمه اړیکه وړاندې کوي چې د هر هغه چا لپاره د لاسرسي وړ ده چې د رواني روغتیا اړوند پرېشاني تجربه کوي که هغه د ځان وژنې افکار وي، که د رواني روغتیا یا نشه یي توکو د کارونې کړکېچ وي یا د عاطفي پرېشانۍ کوم بل ډول وي.

د دې لپاره چې د ځان وژنې او بحران د 988 کرښې په اړه پوهاوی خپور کړي، د اندیانا د کورنۍ او ټولنیزو خدمتونو ادارې یو لړ مواد چمتو کړي دي. شتمنیو ته دلته لاسرسی موندلای شئ.

که چېرته تاسو یا داسې کوم څوک چې تاسو یې پېژنئ چې د رواني روغتیا اړوندې یا د نشه یي توکو د کارونې له کړکېچ څخه کړېږي، نو هیله او مرسته د لاسرسي وړ ده. په مهربانۍ سره 988 ته زنګ ووهئ یا لیکلی پیغام ورته واستوئ تر څو د ځان وژنې او بحران له کرښې سره وصل شئ او په 24/7 ډول د بحران له روزل شوي متخصص سره خبرې وکړئ.

مننه!

د لیکلي پیغام کاپي

لاندې کاپي په لیکلي پیغام کې د دې لپاره کارول کېدای شي تر څو هوزیرانو ته د ځان وژنې او بحران د 988 کرښې په اړه خبر ورکړئ.

که چېرته تاسو یا داسې کوم څوک چې تاسو یې پېژنئ اوس مهال د ځان وژنې له افکارو یا د رواني روغتیا یا نشه یي توکو د کارونې له کړکېچ څخه ځورېږي، په مهربانۍ سره 988 شمېرې ته زنګ ووهئ یا لیکلی پیغام ورته واستوئ تر څو د ځان وژنې او بحران له کرښې سره وصل شئ او د بحران له یوه روزل شوي متخصص سره خبرې وکړئ. 988 یوه مخ پر وړاندې لار ده او غیرقضاوتي مرسته ده، هغه وخت چې کله ورته اړتیا ولرئ.

د ټولنیزو رسنیو کاپي

لاندې کاپي پر ټولنیزو رسنیو د ګرافیکونو سره وکاروئ.

2 غوراوی

988 څه شی دی؟

988 داسې شمېره ده چې په اسانۍ سره یې یادولای شئ. دا له زړه سوانده پاملرنې او مرستې سره مستقیمه اړیکه وړاندې کوي چې د هر هغه چا لپاره د لاسرسي وړ ده چې د رواني روغتیا اړوند پرېشاني تجربه کوي که هغه د ځان وژنې افکار وي، اندېښنه یا خپګان وي، که د نشه یي توکو د کارونې کړکېچ وي یا د عاطفي پرېشانۍ کوم بل ډول وي.

1 غوراوی

988 څه شی دی؟

988 یوه مخ پر وړاندې لار ده. دلته ستاسو غږ اوریدل کېږي. د مرستې د ترلاسه کولو پیل. هغه څوک چې له تاسو سره اړیکه نیسي. دا هر هغه څه دي چې تاسو ورته اړتیا لرئ، کله چې نه پوهېږئ څه وکړئ. که چېرته تاسو یا داسې کوم څوک چې تاسو یې پېژنئ اوس د رواني روغتیا اړوند کړکېچ څخه ځورېږي، د ځان وژنې او بحران له 988 کرښې سره اړیکه ټینګه کړئ.

1920 x 1080 ګرافیکونه:

د ټولنیزو رسنیو لاندې ګرافیکونه د انستاګرام یا فېسبوک د سټوريانو لپاره کارول کېږي. پر لاندې یوه انځور ښی کلېک وکړئ (یا کنټرول+کلېک وکړئ پر Mac) تر څو ستاسو په کمپیوټر کې ذخیره شي.

1080 x 1080 ګرافیکونه:

د ټولنیزو رسنیو لاندې ګرافیکونه د انستاګرام یا فېسبوک لپاره کارول کېږي. پر لاندې یوه انځور ښی کلېک وکړئ (یا کنټرول+کلېک وکړئ پر Mac) تر څو ستاسو په کمپیوټر کې ذخیره شي.

675 x 1200 ګرافیکونه:

د ټولنیزو رسنیو لاندې ګرافیکونه د ټوېټر لپاره کارول کېږي. پر لاندې یوه انځور ښی کلېک وکړئ (یا کنټرول+کلېک وکړئ پر Mac) تر څو ستاسو په کمپیوټر کې ذخیره شي.

د چاپ وړ پوسترونه

لاندې پوستر او د الوتاند اختیارونه ستاسو لپاره د چاپ او شریکولو لپاره رامینځته شوي. د پاڼې د PDF نسخې ډاونلوډ کولو لپاره په لاندې يو انځور باندې کلیک وکړئ.

همدا اوس مرسته ترلاسه کړئ.

که چېرته تاسو یا داسې کوم څوک چې تاسو یې پېژنئ اوس مهال د ځان وژنې له افکارو یا د رواني روغتیا یا نشه یي توکو د کارونې له کړکېچ څخه ځورېږي، په مهربانۍ سره 988 شمېرې ته زنګ ووهئ تر څو د ځان وژنې او بحران له کرښې سره وصل شئ او د بحران له یوه روزل شوي متخصص سره 24/7 خبرې وکړئ.